
د کندز ولایت د ( "نمبریک امارتي تېلوټانک") باندې پانګونه ورکول.
- 1404/03/29
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د سر سبزۍ او د شنو سیمو ساتنې ریاست د اړتیا وړ ۵۰۰۰۰ لیټره ډيزل تېلو د پلور یا رسولو تړون په ۱/۰۷/۱۴۰۳ هـ ش نېټه لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې ډیزل تېل به د سر سبزۍ او د شنو سیمو ساتنې ریاست ته د روان مالی کال تر پایه ورکوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.