د عدلیې له وزارت سره د ډیزل تېلو او اوبلن ګازو د رسولو تړون لاسلیک

د عدلیې له وزارت سره د ډیزل تېلو او اوبلن ګازو د رسولو تړون لاسلیک

  1403 - قوس - 28

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د عدلیې وزارت د اړتیا وړ ډيزل تېلو او اوبلن ګازو د پلور یا رسولو تړون په (۱۷/لېندۍ /۱۴۰۳) نېټه لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ ه ش مالي کال تر پایه به ۱۷۳۲.۵ ليټره ډیزل تېل او ۲۶۴۶۸ کیلو ګرامه اوبلن ګاز د تړون د ځانګړو شرایط سره سم، عدلیې وزارت ته ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي.

همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.