د علي آباد تدریسي روغتون سره د اوبلنو ګازو تأمین تړون لاسلیک شو

د علي آباد تدریسي روغتون سره د اوبلنو ګازو تأمین تړون لاسلیک شو

  1403 - سنبله - 22

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د علي آباد تدریسي روغتون د اړتیا وړ  ۳۳۶۰ کیلو ګرامه اوبلن ګازو د پلور یا رسولو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ لمزیز کال تر پایه به اوبلن ګاز د لېږد لګښت سره علي آباد تدریسي روغتون ته ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.