
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اړتیا وړ اوبلن ګازو د پلور یا رسولو تړون په (۱۹/لېندۍ /۱۴۰۳) نېټه لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ ه ش مالي کال تر پایه به ۳۰۰۰۰ کیلو ګرامه اوبلن ګاز د تړون د ځانګړو شرایط سره سم، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته ورکوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.