د کورنیو چارو وزارت سره د دوه قلمه تېلو (ډيزل او پټرول) تړون لاسلیک شو

د کورنیو چارو وزارت سره د دوه قلمه تېلو (ډيزل او پټرول) تړون لاسلیک شو

  1403 - سنبله - 19

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ 6948519 لیټره ډيزل، 3645343 لیټره پټرول تېلو د پلور یا رسولو تړون په (16/سنبله/1403) نېټه لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د دوهمې ربعې تر پای پورې به دوه ډوله تېل (پټرول او ډیزل) کورنیو چارو وزارت ته ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.