د DACAAR موسسې ریاست سره د یو قلمه تېلو (ډيزل) تړون لاسلیک شو

د DACAAR موسسې ریاست سره د یو قلمه تېلو (ډيزل) تړون لاسلیک شو

  1403 - میزان - 10

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د کابل ښار معارف ریاست د اړتیا وړ ۱۲۰۰۰ لیټره ډيزل تېلو د پلور یا رسولو تړون په ۵/۰۷/۱۴۰۳ ه ش نېټه لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ ه ش مالي کال تر پایه به یو ډول تېل (ډیزل) د DACAAR موسسي ته ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.