
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج لس کلن تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون ډالره او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي.
د فاریاب ولایت د طوطي ميدان ګازو زېرمې شاوخوا ۷۰۰۰ کيلومټره مربع مساحت لري چې د استخراج په پیل سره به یې تر ډېره حده د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.